په راپور کې وئيل شوي دي ، د طالبانو د حکومت د معارفو وزارت پرون وویل ، په نوي تحصیلي کال کښې به د ټولو زده کونکو په تیره بیا د انجونو لپاره ټول ښوونځي خلاص شي.
یاده دې وي چې نړیوالې ټولنې په افغانستان کښې په رسمیت د طالبانو د حکومت پيژندل، د پراخ بنسټه حکومت په جوړیدو او د بشري حقوقو د ټولو چارو په خیال ساتلو پورې شرطمن کړي دي.
تهران (ایکنا) - په افغانستان کښې د ښوونځیو نوی تحصیلي کال د وري د میاشتې له دریمې نیټې پیلیږي او د قوس یا لیندۍ په پنځلسمه پاې ته رسیږي.